Banner

د لويې پکتياادبي تذکره ( پېنځه دېرشمه برخه )

08.06.2008 12:50

نــــوم        :  فيض الله
تخلص        :  مالګين
دپلارنوم     :  سيد خالق
زوکــړه      : ١٣٤٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه      :  تر شپږم ټولګي پورې
ولايت        :  پکتيا
ولسوالي     :  اريوب ځاځي
کلى           :  حسن خېل

                   شاعر دومره دروغجن دى
شاعر دومــــره دورغجن دى ليونيـان بـــه پـــــــــه خنداشي
د سيندونـــو مثال ورکــــړي چې يـې اوښکـــه په مخ راشي
شــــاعـــر دومـــــره دورغجن دى وايي ښکلى مې دلـبردى
کلـــه کلــــه بيـــا دا وايــي د يـــــار مخ شمس الـــقـــمر دى
که رښتيا شمس القمر دى يـــو دالان دې پــــرې رڼـــــا شي
شاعــــــر دومره دروغجن دى وايي ورک مې مينې يار دى
وايي زۀ پــــــــــــکې سوځېږم سور پالنګ راتــه انـګار دى
يوه سپرغۍ په لاس کې ورکړئ چې يې دا دروغ رښتيا شي
شاعـــر دومـــــره دروغجن دى د ا دى څــــه رنـګ حقيقت
تل لـــــــه ځان سره لګيا دى، کــــــړي د زلفو نــــــه صفت
يـــــــو ويښته ډوډۍ کې ورشي لـــــــه ډوډۍ يې استعفا شي
شاعــــر دومره دروغجن دى غمجن دى وي مجبور دى وي
تل پــــه شعر کې (مالګينه) مجنون دى وي  منصور دى وي
دومــــره لويـــــــــه دعوه وکړي يــــوه چينجنه يې ليلا  شي

نــــوم        :  جمال خان
تخلص       :  خوږمن ځاځى
دپلارنوم     : سيد خالق
زوکــړه     : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه     :  د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت       :  پکتيا
ولسوالي    :  اريوب ځاځي
کلى          :  حسن خېل

چاپ شوي اثار  :
 ١ -  ( په سوله کې سپرغۍ) شعري ټولګه
نـــــا چاپ اثار  :
١ -  (جار جار لاليه) د لنډو کيسو ټولګه
٢ -  (مسافر ته شوې خوار ه زه شوم)  ناول

اختيار چې خپل شي او ژونــدون لـــه قيدو بنده ووځي
د زندګۍ لوبــــــه بدرنګـــــه شي لـــه خونـــده ووځي
چې  سل پـــــــــه سلو کې پــــه يوه بـل اعتـماد وو ينو
کيسه د مينې بـــه مــــو هلـــــــــــه لـه سوګنـده ووځي
کلــــــه چې خپلې نــــــــــــا چارۍ سترګو تــه ودروم
خولــــه خولــــــه مې د وجود لـــــــه هره بنـده ووځي
پـــــه عقوبت د خپل بې وســـه ژوند وېرېږمــــــه ډېر
خوخداى دې نه کړي چې بنګړي دې له مړونده ووځي
بويـــــه چې بيــا خو مې ايمان لـــــه زړۀ نــــــه ووتلو
کــــــــه مې له زړۀ نه ستــــا دپـاکې سينې تنده ووځي
مـــونږه خو داسې استقلال ځـــان لره نــــه غوښتو چې
د تاريخ پت مــــوله کندهــــــار اولــــــه هلمنده ووځي
پـــــــــه ځينې وخت کې مــلغــــلرې د چا پند وشيندي
پــــــه ځينې وخت کې خرمهرې د چا لــــه پنده ووځي
مفلس «خوږمن» تـــه دې که لږ د بـــارخو سره وبښې
ګونـــــدې جامـــه د بې وسۍ يې لــــــه پيونــده ووځي

نــــوم        : زهير الله
تخلص       : زهير ځاځى
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : احمد خېل
قـــــوم       : حسن خېل
اوسنۍ استوګنه : متحده عربي امارات العين
               
                 د مينې غږ 
کله ستا چې دعشق غږ را باندې خپور شي
راتـــه تنګـــــــه شي دنيا را پورې اورشي
چې دا ستــا د مينې غـــږ مې شي تر غوږه
بې لــه اوره وسوځېږم زړۀ مې سکور شي
ستا لـــــه غمه مې له خولې اسويلي  راشي
لکـــه سرۀ لمبه مثال خولـــــــۀ د تنور شي
بې اختياره مې له خولې ځي فــــرياد داسې
لکــــه پېښ چېرته چې غم د چا په کور شي
(زهير) وژاړم سقــــوط وکــــړمـــه هلــــه
چې مې يارشي جفا کار نو زړۀ مې تورشي

نـــــوم        : خيال محمد
تخلص        : غورځنګ
دپلارنوم     : حاجي خان وزير
زوکــړه      : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : زدکوونکى
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : مرکز- ګردېز
کلى           : الرجالخېل

                داغونه
پېـغــلو مې زړونـه په انګار ايښي دي
ګـلان يــې زلــفــو کې قطار ايښي دي
جفا يې کاردى وفـــا نـــــــه لري هېڅ
زمــا پـــه زړۀ داغونــه يار ايښي دي
الله دې وکړي  چې ګـودر تــــه راشي
ما ورته سره بنګړي پـه لار ايښي دي
زړۀ مې زخمي شو چې تـا وکړه خندا
اوس مې پټۍ په خپل پـرهار ايښي دي
(غورځنګ)به ته کړې ليونى دغرونو
تـــاچې خالونــــه په رخسار ايښي دي

 

مسافر لالی 22.11.2009 17:32

ماشاءالله ښه خوند یې وکړو<br />ټول پکې دیوې ونې ګلان دي یعنې دیوې کورنۍ غړي <br />څوک به مو له نظره کړي لږه ګذاره کوﺉ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.